ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د برېښنا د تولید حوزوې ریاست څخه لیدنه وکړه

hafiz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۹:۳۶
14

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د برېښنا د تولید حوزوې ریاست څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي  ملا عبداللطیف منصور دبرېښنا د تولید حوزوي ریاست د دریګونو سټیشنونو ( د نغلو د برېښنا سبسټیشن ، د ماهیپر د برېښنا سبسټیشن، د سروبی د برېښنا سبسټیشن) څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دبرېښنا د تولید حوزوي رئیس مولوي حکمت الله اخندزاده د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته ښه راغلاست وویل او د برېښنا د تولید او په ټوله کې د دې ریاست په هکله یې هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د برېښنا د تولید حوزوي ریاست له ټولو کارمندانو څخه مننه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي، ترڅو ګرانو هیوادوالو ته برېښنا ورسوي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې وویل، دا چې برېښنا په اقتصاد کې د زړه حیثیت لري نو له ټولو کارمندانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ورسپارل شوي دندې په صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسوي.

همداراز د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د نغلو بند د سبسټیشن له دوو دروازو څخه هم لیدنه وکړه چې له  ۱۳۵۶ راهیسې بند پاتې شوي وي او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره  د باندې طرفه دروازه د فني انجینرانو په واسطه خلاصه شوي او د ننه دروزاې پر خلاصیدو باندې کار روان دی او همدارنګه د غاصیبینو څخه د زیاتې اندازې ځمکې بېرته اخیستنه ، د راتلونکي کال لپاره د ۱۰زره  نیالګیو کښېنولو لپاره د ځمکو برابروالی او دګلاوې تونل د پاکوالي چارو څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د جوزجان ولایت د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون د څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

 

۲ / ۱۰ / ۱۴۰۴

د جوزجان ولایت قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۴۱
Background image

درنو هېوادوالو!

په څو شېبو کې به د اوبو او انرژي وزارت او سټیټ کارپس شرکت تر منځ د ٢٨.٤   میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت  قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د شاهي کانال پروژې ساختماني چارو له روان بهیر څخه  لیدنه او څارنه وشوه.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي په مشرۍ تخنیکي ټیم الینګار ولسوالي کې  د شاهي کانال له روانو کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په ساحه کې کندن‌ کاري او ( پي، سي، س. . .

بیرته تګ

User account menu