پکتیکا ولایت کې یو سربند او استنادي دېوال د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۶:۳۱
1

د پکتیکا ولایت په سرحوضې او خیر کوټ ولسواليو کې یو سربند او استنادي دېوال د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا والي محترم مخدوم عبدالسلام سعادت، د پکتیکا د اوبو او انرژي رئیس محترم قاري فتح محمد ذاکر او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو پروژو ګټې ته په سپارلو سره 50 جریبه کرنیزه ځمکه له ویجاړیو څخه خوندي او د 50 جریبه ځمکې خړوبولو ته زمینه چمتو شوه.

د نوموړو پروژو چارې د یو. این. ډي. پي موسسې په مالي لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۶
Background image

په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او  بنسټیزې رغونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۸هـ.ل

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په تخار ولایت کې د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د تالقان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د تالقان ښار اړوند د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د کانال د پاک‌کاري پر اهمیت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په سمنګان ولایت کې د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ایبک ښار اړوند د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu