په هرات ولایت کې د پاشدان د اوبو ذخیره کولو او د برېښنا د تولید بند پروژې پاتې چارې په نږدې راتلونکي کې پیلیږي
په هرات ولایت، کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان د اوبو ذخیره کولو او د برېښنا د تولید بند پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یو داخلي خصوصي شرکت سره د (۱۱۷،۸۸۳،۴۱۴) یوسل اوه لس ملیونه، آته سوه دری اتیا زره، څلورسوه او څوارلس ډالرو په ارزښت د جوړېدو قرارداد شوی دی، په نږدې راتلونکي کې یې پاتي چاري هم پیل شي.
د هرات ولایت د پاشدان د اوبو ذخیره کولو او د برېښنا د تولید بند چې یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه ګڼل کېږي، اوس مهال یې ساختماني چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي او په بشپړېدو سره به یې (۵۴) میلیون متر مکعبه اوبه ذخیره، (۱۳۰۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، (۲) میګاواټه برېښنا به تولید او د موسمي سیلابونو له زیانونو څخه به د هرات ولایت زیاتره سیمي وژغورل شي.
د یادوني وړ ده چې د ذکر شوي پروژې په پیل کېدو سره به زیات شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
