په لغمان ولایت کې د مهترلام بابا زیارت اړوند ویالې د پخولو پروژې چارې د 26 میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۰:۴۱
1

یاده پروژه د لغمان ولایت والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي، د لغمان ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي فیض محمد حقاني او یو شمېر ځایې اوسیدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادې ویالې د پخولو چارې د 5 کیلومتره په اوږدوالې، یو متر سور او 70 سانتي متره ژوروالې سره د FAO مؤسسې په مالي ملاتړ د الیاس افغان ساختماني شرکت له لوري د 9 میاشتو په موده کې ترسره کېږي، چې د ویالې د تحکیم لپاره جالۍ هم پکې لګول ګېږي.

د یادولو وړ ده، چې یاده ویاله د 5000 جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او ددې ویالې په مسیر کې به یو ترناب او دوې پلچکې هم جوړي شې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu