په فراه ولایت کې د بخش آباد بند د چارو د پرمختګ او چټکتیا د ارزونې په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د فراه ولایت د قومي مشرانو، د قراردادي شرکت د استازو او د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په بهیر کې، د قراردادي شرکت استازي او د فراه ولایت قومي مشرانو د پروژې د چارو د پرمختګ او د چارو د بهیر د څرنګوالي په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او خپل اندونه او وړاندیزونه یې د وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، قراردادي شرکت او تخنیکي مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د کېندنې چارې له هغه وخت څخه چې د اسلامي امارت د مسؤلینو له خوا پرانیستل شوې، تر اوسه پورې په ترتیب سره ۲۰۰ متره او ۱۹۰ متره پرمخ تللي دي.
