په زابل ولایت کې د اوبو بندونو،کانالونو او چکډمونو لومړنۍ سروي ترسره شوه
د زابل ولایت د ترنک قلات فرعي سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم په دای چوپان ولسوالۍ کې د دوو اوبو بندونو لومړنۍ سروي او همدارنګه په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه اوبو بند او چکډم سروي يې ترسره کړل.
دا تخنیکي ټیم د زابل ولایت د ترنک قلات فرعي سیندېزې حوزې رئيس ښاغلي ملا عبدالکریم"ذوالفقار" د هدایت په اساس په دای چوپان ولسوالۍ کې د اجه کلي د اوبو ذخیروي بند او د منګوس بند لومړنۍ سروي او همدارنګه په ارغنداب ولسوالۍ کې د ګورغان چکډم او د بایزیدخیلو داوبو ذخیروي بند لومړنۍ سروي پای ته ورسوله.
د یادولو وړده، چې د اسلامي مارت په راتګ سره په ګڼو ولایتونو کې د خلکو هیلې د پراختیايې پروژو د چارو په ترسره کولو سره ډېرې شوې دي.
