په دریو فرعي سیندیزو حوزو کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت د تحلیل پرزنتیشن وړاندې شو
د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست د ځمکې لاندې اوبو د تحلیل آمریت انجنیرانو په دریو فرعي سیندیزو حوزو کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت د تحلیل پرزنتیشن د ځمکې لاندې اوبو رئيس ښاغلي انجنیر عزیز الرحمن عزیز په ریاست کې تخنیکي انجنیرانو ته وړاندې کړ.
په یاد پرزنتیشن کې و ښودل شوه چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه په شمل او خرم سیندیزې فرعي حوزه (خوست)، لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزه ( زرنج) او د هرات په ښار کې د ځمکې لاندې او بو سطحه ښکته شوې او خلک باید د ځمکې لاندې اوبو د لا ښکته تللو د مخنیوي لپاره د اوبو څخه د ګټې اخیستني په وخت کې که سپما ونکړي، نو د یادو فرعي سیندیزو حوزو خلک به د اوبو دکمښت د جدي ګواښ سره مخ شي.
