په خوست ولایت کې یوه پروژه د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسواليو کې د یوه کانال پروژه د شپږ میلیونه او دوه سوه زره افغانیو(۶۲۰۰۰۰۰) په ارزښت د خوست والی مرستیال، د شمل- خرم سینیدیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر زین الله نسیمي او یو شمېر نورو سمیه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه د سویس هېواد د مرستو پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ د شمل -خرم سیندیزې حوزې په همکاري پلې شوه چې د ۷۷۴۵ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
