په بغلان ولایت کې د شهاب الدین کانال د بیارغونې او پاک کاري چارې پيل شوې
د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالي کې د شهاب الدین کانال د بیارغونې او پاک کاري چارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې په همغږي د خوړو نړیوال سازمان (world food program ) په مالي مرسته پيل شوه.
د یاد کانال د بیارغونې او پاک کاري چارو کې به هره ورځ شاوخوا ۲۰۳ کسان کار کوي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه چمتو شي.
