په ارزګان ولایت کې د سرې کلا چکډم څخه لیدنه ترسره شوه
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې او اقتصاد رئيسانو د د یادو ریاستونو د انجنیرانو په ملتیا د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د سرې کلا چکډم څخه لیدنه وکړه.
د یادې پروژې چارې د رامنځته شوې ستونزې له کبله ځنډول شوی دي او یادو رئیسانو د دې پروژې ستونزې د هوارولو په موخه ورڅخه لیدنه وکړه او هیله یې و ښوده چې چارې یې ژر پیل شي.
