ننګرهار ولایت کې د مامند درې د سربندونو او کانالونو سروې ترسره شوه
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په سپین غر ولسوالي کې د مامند درې د سربندونو اوکانالونو سروې ترسره کړه.
د یادو کانالونو او سربندونو چارې به د نړیوالو بشري مرستو په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې ترڅارنې لاندې ترسره شي.
