میدان وردگ ولایت کي د نږدې دوه نیم لکه ډالرو په لګښت د استنادي دېوالونو او کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۹:۱۰
1

د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالي په شیخ آباد او تنګي سیمو کې د دوه لکه، اته څلوېښت زره، اووه سوه او دوه وېشت ډالرو په ارزښت  د استنادي دېوالونو او کانالونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، ، د میدان وردګ د والي محترم قاري بختیار معاذ، د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند ، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو ځایي خلکو په شتون کې پيل شوې.

د یادو پروژو د پیل پر مهال، د میدان وردګ والي وویل، چې د امارت مسؤلینو له ولسونو سره د کړو ژمنو څخه یوه مهمه د هېواد بیارغونه ده، چې اوس الحمدالله په ټولو ولایتونو کې پروژې روانې دي او د سید آباد ولسوالي خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې د متوازن پرمختګ په پام کې نیولو سره د ولایت په کچه پروژې پلي کېږي او له ولسونو یې وغوښتل چې د امارت له مسؤلینو سره د بیارغونې په برخه کې همکار پاتې شي.

 د یادو پروژو چارې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د هرات ولایت پاشدان بند څخه څارنه او ارزونه وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند پاشدان بند څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه او اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶
Background image

غور ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غور ولایت چارسدې ولسوالي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د اوبو او انرژي وزارت له بودیجې څه د۸۷۳۲۴۳ ۱۳ میلیونه اته لکه درې اویا زره  دوسوه او درې څلویښت افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه  او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د زردالو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنو  پروژه % ۴۰ پر مخ تللې ده.

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د قره باغ  ولسوالي د زردآلو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنې له بهير څخه لیدنه وکړه.

یاده ساحه کې د برمه کاریو څېړنیز کارونه روان دي، چې تر دې. . .

بیرته تګ

User account menu