مشرانو جرګې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه وستايل او دغه اداره یې یوه نوښتګره اداره یاده کړه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۳:۷
۶۶

د افغانستان ملي شورا د مشرانو جرګې دویم نایب لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل د غور، بامیان او دايکندي ولایتونو د ستونزو د حل په موخه د دغې جرګې مقام ته بللی وو، چې په یادو ولایتونو کې یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ چې په پایله کې د دویم مرستیال ښاغلي الحاج محمد اکبر ستانکزي لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه.

د مشرانو جرګې دویم نایب ښاغلي ستانکزي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي تکل ته په اشارې وویل، دا چې ستاسو کړنې افغانستان شموله او اداره مو له سیاسي ادارې څخه په یوې ولسي ادارې بدله کړه مشرانو جرګه مو د دغه غوره فعالیتونو قدرداني کوي او د الله تعالی له در بار څخه درته د لا ډير خدمت هیله کوي.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د غور ولایت استازي محمد داود غفاري؛ د بامیانو ولایت استازي قیس وکیلي او د دایکندي ولایت استازي محمد رحیم حسنیار په نوبت سره د خپلو ولایتونو ستونزې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس سره شریکې کړې او د اوبو پراختیاي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د لا ډيرې پاملرنې غوښتنه وکړه او تر څنګ یې د متوازنې پراختیا په برخه کې د دغې ادارې کړنې وستائيلې.

ښاغلي تکل لومړی د غور، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د اوبو پراختیاي پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ولس استازو سره یې ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کې به دغه ولایتونو ته ځانګړې پاملرنه کیږي او زیاته یې کړه چې د هېواد جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني د هدایت سره سم به هغو ولایتونو ته زیاته پاملرنه کیږي چې په تېرو کلونو کې ورته څومره چې اړتیا وه پاملرنه نه ده شوې او د اوبو مدیریت په برخه کې ورته کار نه دی شوی.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې د مشرانو جرګې له مشرتابه او په ځانګړي ډول له دویم نایب ښاغلي ستانکزي او نورو استازو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په هېواد کې د اوبو مهار او متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، هغه وویل دغه اداره به هېڅکله د ولس باور زیانمن نه کړي؛ خپلې چارې به په ښه کیفیت، پر وخت او د هېواد سرلوړۍ لپاره تر سره کوي.

د یادونې وړ ده چې وخت نا وخت د مشرانو جرګې په ګډون یو شمېر نورو مهمو دولتي او غیر دولتي ارګانونو لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د دغې ادارې د مسؤلینو فعالیتونه ستايل شوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت په برخه کې لوې بندونه، کانالونه، کاریزونه، چکډم، جذبي څاګانې، ګبیوني او استنادي دېوالونه او نورې پروژې تر لاسه لاندې لري.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu