له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ٣٣ کلیزې په مناسبت د افغانستان د ا.ا.ا د اوبو او انرژ ي وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور پیغام
له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو د وتلو او د هغوی د ماتې د ٣٣ کلیزې په مناسبت د افغانستان د ابو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور حفظه الله پیغام
الحمدلله رب الشهداء و المجاهدین و الصلوة و السلام علی رسول الملاحِمِ و امام المرسلین و علی آله و اصحابه الذین بذلوا عمورهم لاحیاء الدین۔ امابعد
درنو هیواد والو!
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
له هرڅه نه مخکې درته د افغانستان د استقلال او ازادۍ دبیرته اخیستلود شوروي اتحاد د ماتې د ٣٣ کلیزې په مناستبت د زړه له تله مبارکي وایم
دا یو منل شوی حقیقت دی چې د روسانو راتګ د ګران هیواد لپاره د ټولو بدبختیو لامل شو او زمونږ د ګران هیواد ټول بنسټونه یې ونړول په تیره بیا د هیواد انکشافي او مهاروي پروژې ور سره په ټپه ودریدې او هیواد مو یو ژور بحران ته ولاړ
د ګران هیواد د اوبو مهارول او هیواد له برېښنا برخمن کول د هیواد د ترقۍ او پرمختګ یو مهم او منل شوی حقیقت دی او هیڅ څوک ترې سترګي نشي پټولای چې د روسانو او وروسته د امـریکایانو یرغل ورته سخته صدمه ورسوله خو د افغان ملت د سرښندنو او قربانیو له برکته روسان او دا دی ٢٠ کاله وروسته امریکایان له افغانستان څخه وایستل شول او الحمدلله افغانستان دا دی اوس د یو مستحکم اسلامي نظام څښتن دی
د ا.ا.ا ژمن دی چې د افغانستان طلایي او خدای ورکړی نعمت اوبه مهار کړي او د ګران هیواد د بیا رغونې په برخه کې استفاده ترې وکړي څو مو ګران هیواد په اقتصادي لحاظ هم په ځان بسیا او سر لوړی شي ان شاءالله
والسلام.
الحاج ملا عبداللطیف منصور
د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر
