لغمان ولایت کې د رېزرویرونو پروژه د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۲۱
1

نوموړې پروژه د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني، د لغمان د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد، د اې، بي، اېم مؤسسې مسؤولینو او د ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان والي د نوموړې پروژې د حیاتي ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په لغمان ولایت کې به د اوبو چارو د تنظیم او غوره مدیریت لپاره نورې پروژې هم پرانیستل شي.

ښاغلي راشدي د دغې پروژې د تخنیکي ځانګړتیاوو، ټولنیزو او اقتصادي ګټو په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د سیمې د اوبو د مدیریت په تړاو به پوره همکاري وکړي.

مولوي عبدالستار محمد هم دغه پروژه د لغمان ولسونو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې د طبیعي ځنګلونو د پیاوړتیا لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.

د یادولو وړ ده چې نوموړې پروژه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په ګل غونډۍ سیمه کې موقعیت لري چې تخنیکي چارې یې د اې، بي، اېم تطبیق کوونکي مؤسسې لخوا او د رغولو چارې یې د ډبلیو، اېف، پي نړیوالې مؤسسې په مالي لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د 38 میلیونه او 487 زره او 21 افغانیو په ارزښت پر مخ وړل کېدې.

نوموړې پروژه په ټولیزه توګه د 2448 متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو د وړتیا په درلودلو سره د 1410 کورنیو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو سربېره، 120 هکټاره کرنیزه ځمکه هم خړوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu