لغمان ولایت کې د بیلي کانال د استنادي دیوال او سربند پروژې عملي چاري پیل شوې
د لغمان مرکز اړوند د بیلي کانال پروژې د استنادي دیوال او سربند چارې د لمغان سیندیزي فرعي حوزې رئيس او دیادي حوزې یو شمېر چارواکو ، د خوړو نړیوال سازمان او د MAC موسيسې چارواکو په شتون کې نن رسما پيل شوې.
د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي شیرجان راشیدي څرګنده کړه چې د دې پروژې په پرانیستلو سره به 369 فني او غیر فني کارکوونکو ته د کار زمینه چمتو کېږي.
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس وویل، دې پروژې کې ۳۱۵ متره سربند او محافظتي دیوال، ۷۵ متره بولدر وال او ۵/۵ کیلو متره د کانال پاک کاري شامله ده.
په دغه غونډه کې ښاغلي راشیدي د پروژې پر کیفیت، سرعت او ړوڼتیا باندې ټینګار وکړ.
د یادولو وړه ده چې، دا پروژه د لغمان سیندیزې حوزې په همکاري او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي لګښت د (MCA) موسیسې په مرسته د شپږو میاشتو په موده کې بشپړیږي.
