فاریاب ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو پر ځای له سطحي اوبو څخه د ګټې اخیستنې په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۹:۵۰
1

 د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم الحاج مولوي محي الدین مبارز د میمنې د اوبو رسونې آمریت له عملیاتي انجنیر سره د میمنې ښار د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په موخه د ځمکې لاندې اوبو پر ځای له سطحي اوبو څخه د ګټې اخیستنې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې ګډ پلاوی وټاکل شي، چې چینې او مناسبې سرچینې سروې کړي، ترڅو د اوبو د کموالي ستونزې ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu