د WFP سازمان سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۸:۵۱
323

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال سازمان د دفتر مسؤلې مېرمن ماري ایلین سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د دواړو ادارو په ښې همغږۍ، د اوبو منابعو څخه غوره استفادې، د WFP د اوبو برخې د پلاني پروژو نوملړ د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې سره شریکول، د وچکالۍ پر وړاندې ګډه مبارزه او یو شمېر نورو مسائيلو باندې خبرې او ګډ بحث وشو.

په دغه ناسته کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) مسؤلې مېرمن ماري ایلین په افغانستان کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او په دغه برخه کې یې د یاد سازمان په استازیتوب د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

هغې زیاته کړه د خوړو نړیوال سازمان د اوبو په برخه کې هم فعالیت کوي چې په دغه برخه کې یې څو پروژې تطبیق کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د WFP له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه د اوبو مدیریت نوي قانون ته په کتو د افغانستان د اوبو مدیریت بشپړ مسؤلیت د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په غاړه دی او په دغه برخه کې د خوړو سازمان د مرستو او همکارۍ هرکلی کوي.

ښاغلي بصیري زیاته کړه د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کولی شي د نورو هېوادونو په څېر د اوبو په برخه کې د WFP له مرستو څخه غوره استفاده وکړي او د دې تر څنګ به په نږدې راتلوونکي کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) تر منځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu