د 77 ترکي شرکت رئیس له بادي سرچینو څخه د 200 میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې لیوالیتا څرګنده کړه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۶:۱۴
۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د خپل کار په دفتر کې د 77 ترکي ساختماني شرکت له رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو سره وکتل او د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، په افغانستان کې د 77 ترکي شرکت له کړنو څخه ستاینه وکړه او د یاد شرکت له لوري د کجکي بند د دوهم فاز پروژې تطبیق یې د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي منصور د انرژي په پروژو کې د پانګونې پر پراختیا باندې ټینګار وکړ او د 77 ترکي شرکت رئیس ته یې ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري له یاد شرکت سره د پانګونې د زمینې د چمتو کولو په برخه کې هر راز همکاري ته ژمن دی.

په ورته مهال، د 77 ترکي شرکت رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو ژمنه وکړه چې د تیرو همکاریو سربیره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د 200 میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لیواله دی.

په پای کې، دواړو لورو هوکړه وکړه ترڅو د اوبو او انرژي وزارت او 77 ترکي شرکت تر منځ، له بادي سرچینو څخه د 200 میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه لیک ژر تر ژره لاسلیک شې، ترڅو د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د نوموړي پروژې عملي چارې پیل شې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۳۵
Background image

غور ولایت کې د سیند د غاړي د تحکیماتي  پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

غور ولایت دولت یار ولسوالي شینه کلي کې د هریرود  سیند تحکیماتی پروژه او د شینه هایدرولوژي استیشن  چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایې بودجي څخه ( ۴.۳۸۱.۳۰۹   ) څلورمیلیونه، دري سوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۳
Background image

د شمال حوزوي عمومي رئیس د فاریاب ولایت یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه.

د شمال حوزوي عمومي رئیس انجېنر رفیع الله مجتبی د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس او تخنیکي ټیم  په ملتیا د آلمار او قیصار ولسوالیو کې د اجریم غلبله چکډم او ینګي زرغوی استنادي دېوال له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

بیرته تګ

User account menu