د ۱۴۰۳ کال بودجې د مصرف د څرنګوالي او د اوبو معینیت د پروژو د پرمختګ وضعیت د اروزنې په هکله ځانګړې ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۷:۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د مالي او اداري د عمومي رئيس، د مالي رئيس، د تدارکاتو رئيس، د اوبو سکتور د رئيسانو او د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د پراختیایي او عادي بودجو د مصرف د څرنګوالي او د اوبو د پراختیایي پروژو د وضعیت پرمختګ لکه د شاه او عروس ، کمال خان ، پاشدان ، بخش آباد  او پلتوني بندونو ، د څنډو د تحکیماتو، چکډمونه او د اوبو تاسیساتو د ساتنې او پاملرنې پروژې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.

د اوبو محترم معین د بودجې د مصرف د څرنګوالي په تړاو د رئيسانو د راپورونو او د اوبو  پروژو د پرمختګ وضعیت تر ارزونې وروسته، اړوندو رئيسانو ته د بودجې د لا ډېرې اغېزمنتیا  او د پروژو د پر وخت بشپړولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu