د کښتني هلمند (زرنج) فرعي سیندیزې حوزې رئیس د نیمروز ولایت د مهاجر آباد سیمي له خلکو سره وکتل
د کښتني هلمند (زرنج) فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي سید محمد ولي آغا د نیمروز ولایت د مهاجر آباد سیمي د خلکو سره وکتل او د لښکري کانال د یوې برخې د ویجاړېدو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، د کښتني هلمند فرعي سیندیزې حوزې رئیس وویل چې د لښکري کانال ویجاړېدل د زرنج ښار د ټولو خلکو په تاوان کې ده او خلک باید د دې کانال په رغولو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې، د زرنج ښار د مهاجر آباد سیمي خلکو په دې لېدنه کې د لښکري کانال د رغولو په کار کې د خپلې همکاري په هکله ډاډ ورکړ.
