د کنړ ولایت سیندیزې فرعي حوزې ریاست ته د فایبر نوري انټرنیټ د نښلولو عملي چارې پیل شوي
د کنړ ولایت سیندیزې فرعي حوزې ریاست ته د فایبر نوري انټرنیټ د نښلولو عملي چارې پیل شوي. یاد ریاست د تېرو څو کلونو راهیسې د انټرنيټ د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو چي اوسمهال يې فایبر نوري انټرنیټ ته د وصلولو عملي چارې پیل او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
