د کجکي بند پروژې ستونزو د حل او پرمختګ د وضعیت د څیړنې په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر، د ترکي ۷۷ شرکت استازي ښاغلي بُراک، د اوبو او انرژي وزارت او بریښنا شرکت مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د پروژې تطبیق کوونکي شرکت او د افغانستان بریښنا شرکت ترمنځ د زیاتې همغږۍ او د یادې پروژې د پاتې کارونو د تطبیق او د هغې د استملاک اړوند ستونزو د حل په موخه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د یادې پروژې د ستونزو د حل په موخه د قراردادي شرکت استازي ته ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده د کجکي بريښنا بند دوهم فاز پروژه د اوبو او انرژي وزارت یو له لویو پروژو څخه ده، چې د عامه او خصوصي ګډون له لارې د ۷۷ ترکي شرکت پواسطه په هلمند ولایت کې تطبیق کیږي.
