د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو سرچینو او له اوبو څخه راولاړو شوو ټولنیزو شخړو ته رسیدګي وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۴۹
1

د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د خواجه او خرم کانالونو د ټولنو له رئيسانو او د دغو کانالونو د کښته لاس له استازو سره د اوبو د کموالي د ستونزې او د اوبو سرچینو څخه راولاړو شوو شخړو ته د رسیدګي په موخه لیدنه وکړه.

د نوموړې حوزې رئيس د نوموړو کانالونو د استازو د ستونزو د اورېدلو ترڅنګ، د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه ژمنه وکړه او د ریاست تخنیکي ټیم ته یې لارښوونه وکړه، چې ستونزې له نږدې وڅېړي او ډېر ژر دې د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

همدارنګه پرېکړه وشوه،چې د اوبو سرچینو حقوقي شخړې ته د رسیدګي په موخه چې د خپل سرو برېښنااوبیزو بندونو د جوړولو له لارې د کانالونو د اوبو د مسیر د انحراف لامل شوی په هکله یې د ولایت مقام په اداري غونډه کې خبرې وشي، ترڅو د ولایت مقام د اداري ناستې له پرېکړې سره سم په دې برخه کې اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا ولایت کې د استنادي دیوالونو سروې وشوه.

د پکتیا ولایت د اوبو  او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالي میتي کلي کې د یوه سربند، مټاخېل، او بښکول کلیو کې د دوو استنادي دیوالونو تخنیکي،اقتصادي،هایدرولوژیکی او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د هرات ولایت پاشدان بند څخه څارنه او ارزونه وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند پاشدان بند څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه او اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶
Background image

غور ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غور ولایت چارسدې ولسوالي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د اوبو او انرژي وزارت له بودیجې څه د۸۷۳۲۴۳ ۱۳ میلیونه اته لکه درې اویا زره  دوسوه او درې څلویښت افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه  او د. . .

بیرته تګ

User account menu