د کاپيسا ولایت د باغ درې بند چارې پيل کیږي.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۹:۵
88

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاری دفتر کې د کاپيسا ولایت والي عبدالطیف مراد سره وکتل او دواړو لورو په کاپیسا ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند پراختیاي پروژو باندې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

لومړی د کاپيسا ولایت والي ښاغلي عبدالطیف مراد د هېواد اوبو مدیریت په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونو ستاینه او قدرداني وکړه او په کاپیسا ولایت کې د دغې ادارې بشپړو کړو پروژو د چارو څخه خوښي څرګنده کړه او له ښاغلي انجنیر خان محمد تکل څخه یې وغوښتل چې د روان کال په مالي پلان کې کاپیسا ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کاپیسا ولایت والي ته په یاد ولایت کې د چکډم پروژو، ګبیوني دېوالونو او د صیاد (پایتخت باغ) پروژې استنادي دېوال او یو شمېر نورو پروژو د بشپړېدو ډاډ زیری ورکړ.

ښاغلي تکل د روان مالي کال په اړه د کاپیسا والي ته په دغه ولایت کې د خپلو پروګرامونو په اړه وویل:

۱- د کاپیسا ولایت د باغ درې بند چې يوه ملي او لویه پروژه ده چارې پيل شي.

۲- د لسګونو چکډم پروژو، کانالونو، ګبیوني او استنادي دېوالونو

پروژو چارو پيل.

۳- د صیاد(پایتخت باغ) لپاره ۱۲۰۰ مټره استنادي دېوال چې ډير ژر به سیمې ته د سروې ټيمونه واستول شي.

۴- د کاپيسا لپاره مو یو لوې کار دا وکړ چې د پنج امو په حوزه کې مو داخل کړ او له دې وروسته به د اسیا پراختیاي بانک پروژو کې دغه ولایت ته سهم ورکول کیږي چې اوسمهال عملا د یو شمېر پروژو چارې روانې دي او داسې نورې ګتورې پروژې د دغه ولایت لپاره په پلان کې دي.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې وویل چې موږ متواځینې پراختیا ته ژمن يوو، له دې وروسته د مرکزونو پر ځای مو پاملرنه ولسوالیو ته زیاته کړې؛ غواړو دا ځل په ولسوالیو کې لوې؛ متوسطې او کوچنۍ پروژې پلي شي؛ تر څو ولس د حکومت له کړنو او فعالیتونو خبر شي او په لرې پرتو سیمو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu