د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پیژندلو او ارزولو چارې پای ته ورسیدې

د کابل ښار اړوند نهمه ناحیه کې د برېښنا انرژي مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو په موخه د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست مؤظف ټيم د برېښنا انرژي خدمتونو د معلوماتو وړاندې کولو مرکز ریاست د رئیس محترم شیرمحمد همت په مشري او د کابل ښار د نهمې ناحیې همکارانو د ګډې همکاري په پایله کې چې څه موده وړاندې پیل شوې وه، په پایله کې یو شمېر شرکتونه وپیژندل شول، او د پيژندل شوو شرکتونو مسئولینو ته د برېښنا رسونې فعالیتونو د قانوني کولو په موخه د جواز اخستلو سپارښتنه وشوه، چې د یادو شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست څخه به جواز ترلاسه کوي او په خپل فعالیت کې به ټولو تخنیکي معیارونو او ستاندردونو ته پوره پام کوي.