د پکتیا ولایت د انرژي ولایتي کمېټې غونډه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۱۶
1

دغه غونډه چې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د اقتصاد او چاپېریال ساتنې ریاستونو  او د ټ، ال، او  او پاملرنې موسسو د استازو او  د سهیل ختیځ زون د انرژي آمر محترم انجنیر شمس الله روښان په شتون کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې، د ولایت په کچه د انرژي د برنامو د پلي کولو په هکله د همغږي د رامنځته کولو، د انرژي د ستونزو، طرحو، د حل لارو چارو، د مایکرو هایدرو پاورونو پروژو د ودانیو د ساتنې او پاملرنې په برخه کې د پروژو ګټې اخیستونکو د ونډې اخیستلو، د پوهنتونونو او د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ  مسلکي استادانو ته د انرژي په کمېټې کې د برخې اخیستلو د بلنې ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu