د پکتیا ولايت د انرژي ولایتي کميټې نوبتي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۶:۳۸
1

دغه ناسته د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر چتر لاندې د اقتصاد ریاستُ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، د اړیکو دفتر  TIO ، د جنوب ختیځ زون انرژي د تنظیم آمریت، د اوبو د تنظیم آمریت او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د موسساتو مسؤلینو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د برېښنا انرژي په برخه کې پانګونه وکړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د نوموړې کمېټې د موخو، دندو، مسؤلیتونو او صلاحیتونو او په پکتیا ولایت کې د مایکروهایدرو پاور او سولر سټیشنونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu