د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د بر کوچي خېلو استنادي دېوال پروژه پېل شوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۸
1

 

د پکتیا اوبو او انرژي رياست له لوري د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د بر کوچي خېلو استنادي دېوال پرمختيايي پروژه، چې ٢٧٧ متره اوږدوالى او د بنسټ په شمول ٤.٧ متره لوړوالى لري د ٨٣٥٩٢٩٠.٨٧٥ اته مېليونه درې سوه نهه پنځوس زره دوه سوه نوي اعشاريه اته، اوه او پينځه افغانيو په ارزښت پېل شوه.

ددغې پروژې د پلي کولو تړون د اوبو او انرژي وزارت او د یو خصوصی شرکت ترمنځ شوى دى او د ٤ مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړ شي.

ددغې پروژې په بشپړېدو سره به لسګونه استوګنځي او د ١٢٠ جريبه زياته کرنېزه ځمکه د سېلاب له ويجاړيو وژغورل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu