د پکتيا ولايت اوسېدونکو ته د اوبو له سرچينو څخه د عادلانه، اغېزمنې او اقتصادي ګټې اخیستنې په موخه د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه
د پکتیا فرعي سينديزې حوزې رياست له لوري د دغه ولایت د مرکز ګردېز، زرمت، روحاني بابا، احمد آباد او سيد کرم ولسوالي اوسېدونکو ته د اوبو له سرچينو څخه د عادلانه، اغېزمنې او اقتصادي ګټې اخیستنې په موخه د عامه پوهاوي برنامه د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د پکتیا پوهنتون مسؤلینو او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو په شتون کې وړاندې شوه.
د دغې برنامې په پيل کې د پکتيا فرعي سينديزې حوزې رئیس د اوبو سرچينو د ارزښت په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او د اوبو له سرچينو څخه سالمه ګټه اخيستنه او ساتنه يې د ټولو ګډ مسؤلیت وباله.
همدغه راز، د برنامې په دوام کې د پکتیا پوهنتون د انجنیري پوهنځي ښوونکي محترم پوهاند فضل الرحمن حقیار، د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او یو شمېر نورو مسؤلینو له لوري د اوبو د زېرمو په وړاندې د شته ننګونو او حل لارو، د اوبو مهار او مدیریت، د طبیعت پر بنسټ د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د دوامداره مدیریت حل لارو، په کرنیزو فعالیتونو کې د اوبو خور سیسټمونو، د ځمکې لاندې اوبو څخه د عادلانه، اغېزمنې او اقتصادي ګټې اخیستنې په هکله اړین معلومات وړاندې شول.
