د پولي تخنیک پوهنتون د پرکتیک پړاو له زده کړیالانو سره د پلي شوو او تر کار لاندې پروژو په هکله اړین معلومات شریک شول

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۸:۵۱
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د پولي تخنیک پوهنتون د پرکتیک پړاو له زده کړیالانو او ورسره مل لارښوود استادانو  سره چې نوموړې ریاست ته راغلي وو، وکتل.

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړي پوهنتون له زده کړیالانو سره چې دغه ریاست ته د پرکتیک پړاو د تېرولو په موخه ورپېژندل شوي، د هر ډول همکاري ژمنه وکړه.

همدغه راز، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو او ور سره مل د پولي تخنیک پوهنتون د پرکتیک پړاو زده کړیالانو په دغه حوزه کې د پلي شوو او تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه او له هغوی سره یې په دې په هکله اړین معلومات شریک کړل.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

بیرته تګ

User account menu