د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو د وړتیا لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد
دغه څلور ورځنی ورکشاپ چې د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې او اړوندو فرعي سیندیزو حوزو د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو د وړتیا لوړونې په موخه په لاره اچول شوی وو، پای ته ورسېد.
د دغه ورکشاپ د پای ته رسېدو په مراسمو کې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د ورکشاپ له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې په دغه ورکشاپ کې د تر لاسه شوي موضوعاتو څخه په کاري سیمه کې په سمه توګه ګټه واخلي.
همدغه راز، د دغه ورکشاپ ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او په هرات ولایت د زلزله ځپلو او د فلسطین شهیدانو و روح ته دعا وشوه.
