د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اف، اې، او دفتر له مسؤلینو سره وکتل

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۰:۳۳
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اف، اې، او دفتر له مسؤل محترم انجنیر عبدالحمید او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي حاجي حکمت د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د نوموړي دفتر کړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د اوبو په برخه کې د پروژو پلي کول باید له دغې حوزې سره په همغږي ترسره شي.

په ورته مهال، د نوموړي دفتر مسؤل وویل ټاکل شوې ده چې د دغه دفتر عمومي رئيس ریچارد، کندز ولایت ته سفر وکړي او د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلې طرحې او وړاندیزونه له هغوی سره شریک کړئ.

د دغې لیدنې په پای کې دواړو لورو پر ګډې همکاري او لا همغږۍ باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu