د پنجشیر سندیزې فرعي حوزې نوی رئیس همکارانو ته معرفی شو.
د پنجشیر سندیزې فرعي حوزې نوی رئیس همکارانو ته معرفی شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمیر عمومي رئیسانو او مسؤلیونو د دې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلي احمد رشاد حکیم تر ریاست لاندې پنجشیر ولایت د بازارک پورتنۍ سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئیس ښاغلی انجنیر ناصر شاه وزیري خپلو همکارانو ته ور وپېژنده.
د پنجشیر ولایت سندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئیس د پېژندنې په موخه د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئیسې اغلې انجنیر فومن فروغ، د اوبو سرچینو عمومي رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي او د دې ادارې یو شمېر مرکزي مسؤلینو د پنجشیر ولایت ته سفر وکړ، چې د سفر په جریان کې د نوی رئیس معرفت ترڅنګ په یاد ولایت کې د هایدرو لوژیکي سټېشنونو او د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو څخه هم څارنه وکړه.
د اوبو چارو دتنظیم ملي اداره
