د ټاپ (TAP) پروژې د تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته په انرژي معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۲:۷
1

د تېرو ناستو په تعقیب دغه ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر مشري لاندې د دفتر عمومي رئیس قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او د وزارتونو او نورو اړوندو ارګانونو د نوموړې کمېټې غړو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د دغې ناستې په پیل کې د هېواد جغرافیایي او ترانزیټي ارزښت ته اشاره وکړه د دغې پروژې حیاتي ارزښت په پام کې نیولو سره یې د چارو په تنظیم او انسجام ټینګار وکړ.

د غونډې په دوام کې د ټاپ (TAP)  پروژې د لارې د نقشې مسوده چې د ترکمنستان هېواد لخوا جوړه او رالېږل شوې وه د څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوه تر څو له ارزونې وروسته د رهبري کمېټې ته وړاندیز شي.

همدارنګه په دغې ناسته کې د ټاپ پروژې د رهبرې او تخنیکي کمېټې د دندو د لایحې د نهایي کولو په هکله هم بحث وشو تر څو اړین تصمیمونه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالی اړوند د شفلوغ بند ساختمانی چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه.

 

د ارزګان د اوبو او انرژی ریاست رئیس مولوی خلیل الرحمن عمری او ورسره مل تخنیکی پلاوي د یاد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه

د یاد بند رغنیزی چاري د ارزګان ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

بیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شد

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

بیرته تګ

User account menu