د هرات د ولایتي انرژي کمېټې په ناسته کې په صنعتي ښارګوټي کې د لمریزې برېښنا انرژۍ د تولید په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۳۳
1

دغه ناسته د هرات د والي محترم الحاج شیخ نوراحمد اسلام جار، د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې او د هرات د ولایتي انرژي د کمېټې د رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د لویدیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمر محترم ملا سید محسن آغا او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په صنعتي ښارګوټي او د مارکیټونو پر بامونو باندې د لمریزې برېښنا د تولید او د دوو اړخیزو میټرونو د نصبولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په ورته مهال، د هرات والي په دغه ناسته کې په هرات ولایت کې د انرژي د تولید د ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو دی.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې او د هرات د ولایتي انرژي د کمېټې رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا پانګونې ته د پانګوالو د هڅولو ترڅنګ زیاته کړه، چې د تخنیکي او مالي چارو د عملي اقدام په موخه دې خپل پروپوزلونه چمتو کړي؛ ترڅو د اوبو او انرژي له وزارت سره شریک شي.

له بلې خوا، د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونې هم د پانګونې لپاره خپل چمتووالي څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د هرات ولایت پاشدان بند څخه څارنه او ارزونه وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند پاشدان بند څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه او اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶
Background image

غور ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غور ولایت چارسدې ولسوالي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د اوبو او انرژي وزارت له بودیجې څه د۸۷۳۲۴۳ ۱۳ میلیونه اته لکه درې اویا زره  دوسوه او درې څلویښت افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه  او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د زردالو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنو  پروژه % ۴۰ پر مخ تللې ده.

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د قره باغ  ولسوالي د زردآلو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنې له بهير څخه لیدنه وکړه.

یاده ساحه کې د برمه کاریو څېړنیز کارونه روان دي، چې تر دې. . .

بیرته تګ

User account menu