د هرات د ولایتي انرژي کمیټې ناسته په یاد ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید د یو شمېر موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۱:۲۸
1

دغه ناسته چې د یادې کمیټې د رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې او د کمیټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه، د برېښنا انرژي د تولید فابریکې د جوړولو، په هرات ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید د سهامي شرکت جوړولو چارو د پرمختګ، د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې لپاره د لمریزې برېښنا د تولید د لومړنۍ څېړنې سروې د چارو( د لمریزې برېښنا د تولید لپاره د پروپوزل چمتوکولو) په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادو موضوعاتو په هکله تر بحث او د اندونو تر تبادلې وروسته، ښاغلي مستوفي آغا د کمیټې غړو ته مشخصې دندې وسپارلې او د چارو پر عملي پيل باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu