د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شیخ مصري او چمتلي ښارګوټو د ځمکې لاندې اوبو آزمایښتونه واخیستل
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د سره رود ولسوالي اړوند د شیخ مصري او د خوګیانو ولسوالي اړوند د چمتلي ښارګوټو د ځمکې لاندې اوبو د کیفیت د معلومولو په موخه آزمایښتونه واخیستل.
د نوموړي تخنیکي ټیم د ارزونو پر بنسټ د یادو ښارګوټو اوبه پاکې او د څښاک وړ دي.
