د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د قیلغو کانالونو د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت د خوګیاڼیو ولسوالي د قیلغو کانالونو د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره کړه او د پروژې مسؤلینو ته یې د کارونو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
همدارنګه یاد تخنیکي ټیم د خوګیاڼیو ولسوالي د پتمن خېلو او شروخېلو دوو کانالونو او سربندونو تخنیکي سروې هم ترسره کړه.
