د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو شرکتونو د ټولنې غړو خپلې ستونزې د اوبو و انرژي وزارت د اوبو له معین سره شریکې کړې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۶:۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو شرکتونو د ټولنې له غړو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ټولنې غړو د خپلو شرکتونو د اړتیا وړ اوبو د چمتوکولو ستونزه د اوبو له محترم معین سره شریکه او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو محترم معین د نوموړې ټولنې غړو ته د خپلو شرکتونو د اړتیا وړ اوبو د چمتو کولو په برخه کې اړینې لارښوونې وکړې او مشخص ځایونه یې ورته په ګوته او په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د اقتصادي کمېسیون  د ۱۴۴۴  هـ ق  کال د لسمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د کابل ښار د اوبو سرچینو په تغذیوي سیمو او غیر صنعتي زونونو کې د معدني اوبو، غیر الکولي مشروباتو فابریکې او شرکتونه باید خپلې د اړتیا وړ اوبه د کابل ښار څخه د باندې د سطحي اوبو له سرچینو څخه چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu