د فساد د له منځه وړلو او برېښنا د ضایعاتو کموالي په موخه د جنکشنونو له مسوولینو سره د برېښنا شرکت د رهبرۍ ناسته

hafiz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۸:۵۱
8

د فساد د له منځه وړلو او برېښنا د ضایعاتو کموالي په موخه د جنکشنونو له مسوولینو سره د برېښنا شرکت د رهبرۍ ناسته

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد آمین نن د جنکشنونو له مسئولینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې باید د برېښنا د ضایعاتو او د فساد مخه ونیول شي. نوموړي د جنکشنونو له ټولو مسئولینو وغوښتل چې د برېښنا رسونې د پراختیا او د عوایدو راټولو لپاره دې پوروړو پېرودونکو د برېښنا او ترو مزو د پرې کولو لړۍ ته دوام ورکړي، او په دې برخه کې دې لازمي هلې ځلې وکړي.

دغه راز د برېښنا شرکت عمومي رئیس زیاته کړه هغه چا که پورته موارد په نظر کې ونه نیول قانوني چلند به ورسره وشي.

په ورته وخت کې د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس انجنیر صفي‌الله احمدزي وویل، د اداري فساد او د برېښنا د ضایعاتو د له منځه وړلو لپاره باید ټول په ګډه کار وکړو او پرې نږدو چې پورته مسایل د برېښنا خدمات ټکني کړي. نوموړي زیاته کړه د برېښنا د مسوولیو او پېرودونکو ترمنځ باید واټن له منځه لاړ شي، د میترونو مامورین باید میترونه په دقت سره ووایي، د صندقونو کلیانې باید د ساحې له مسوول سره وي، د برېښنا له غلو او هغه کارکوونکي چې د فساد لپاره زمینه برابروي باید قانوني او جدي چلند ورسره وشي.

ورته مهال د کابل برېښنا رئیس فضل الرحمن فضلي ټینګار وکړ چې د برېښنا شرکت رهبري د برېښنا د ضایعاتو د کمولو په موخه د ترو مزو او باقیدارو میترونو د برېښنا پرې کولو لړۍ ته دوام ورکړی د داسې قضیو له عاملینو سره به قانوني چلند وشي.

د یادونې وړ ده چې له څو ورځو راهیسې د افغانستان برېښنا شرکت د کارکوونکو له لورې په مرکز او ولایاتو کې په لسګونو ترو مزي او باقیداره میترونه پرې شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د جوزجان ولایت د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون د څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

 

۲ / ۱۰ / ۱۴۰۴

د جوزجان ولایت قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۴۱
Background image

درنو هېوادوالو!

په څو شېبو کې به د اوبو او انرژي وزارت او سټیټ کارپس شرکت تر منځ د ٢٨.٤   میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت  قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د شاهي کانال پروژې ساختماني چارو له روان بهیر څخه  لیدنه او څارنه وشوه.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي په مشرۍ تخنیکي ټیم الینګار ولسوالي کې  د شاهي کانال له روانو کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په ساحه کې کندن‌ کاري او ( پي، سي، س. . .

بیرته تګ

User account menu