د فاریاب دهنه درې بند پروژې د پرمختګ او ستونزو حل د ارزونې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۱:۲۶
۶۶

په دې غونډه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د کیفیت کنټرول رئیس انجنیر محمد شفیق وکیل، د دې ادارې د دفتر رئیس انجنیر همت‌الله امین‌زی، په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي محمد رسول فاریابي، د قراردادي شرکت استازي او د پروژې یو شمېر مسوولانو ګډون کړی وو. 

په پیل کې د قراردادي شرکت د استازي له لوري د پروژې د کار پرمختګ،  ننګونو او ستونزو د ارزونې راپور په اړه معلومات وړاندې شول. د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال د پروژې ۸۵ سلنې ټولیز ډیزاین، د سررېز کاري کېندلو، دهنه وردي، د بېجنگ پلانټ او لابراتوار نصبولو او په دې سیمه کې د ځینو نورو عملي کارونو د پرمختګ په اړه توضیحات ورکړل شول.

ورته مهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د کیفیت کنټرول رئیس انجنیر محمد شفیق وکیل د پروژې ځینو ستونزو په اړه وویل: "د ټولو حل شویو ستونزو تخنیکي برخې او د پروژې استملاک او امنیت موضوع په اړه اړینه همغږي شوې او پاتې کوچنۍ ستونزې به هم د خلکو استازیو په همکارۍ حل شي."

ورپسې په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي محمد رسول فاریابي د همکارۍ تر څنګ د پروژې ستونزو پر حل او د هغې کار چټکتیا په اړه ټینګار وکړ.

د دهنه درې بند پروژه د فاریاب په پښتون ولسوالۍ کې د اوبو لګولو او برښنا تولید په موخه پلي کېږي. دا بند به جوړېدو وروسته د ۲۵.۶ مېلیون مټر مکعب اوبو ذخیرې او ۱.۵ میګاوټه برښنا تولید ظرفیت ولري. 
د دې بند په رغېدو سره نږدې ۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu