د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله اختریز پيغام د اوبو او انرژي وزارت په جومات کې ولوستل شو
د ۱۴۴۵ هـ ق کال د کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوی هبة الله آخندزاده حفظه الله د مبارکي پيغام د اوبو او انرژي وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف له خوا ولوستل شو.
د اوبو او انرژي وزارت کارمندانو په بشپړ اخلاص سره نوموړی پیغام واورېد، ترڅو په خپل دنیوي او اخروي چارو کې د نوموړي پيغام له لارښوونو څخه ګټه پورته کړي او د هغه سپارښتنې په خپل ژوند کې عملي کړي.
