د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د بلخ ولایت د څو کانالونو څخه د اوبو د لېږد په مناسبت جوړ شوي غونډې کې ګډون وکړ.
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت په دې ناسته کې په اسلام کې د اوبو د ارزښت او د کرنې په برخه کې د اوبو څخه د سالمې ګتې اخیستنې په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او د یوه کانال چارې یې پرانیستلې.
