د سیلابونو او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسۍ او د اوبو مهار په اړه بحثونه وشول.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۲:۳۹
1111

د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام ریاست له لوري د چارو ادارې د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د هېواد د اوبو مهار، وچکالۍ او سیلابونو د خطرونو مخنیوي په موخه د همغږۍغونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، کرنې، مالدارۍاو اوبو لګولو وزارتونو، د اوبو د چارو تنظیم، اوبو رسولو او هوا پیژندنې ادارو، پيښو ته د چمتوالي چارو کې د دولت وزارت او کابل ښاروالۍ استازو حضور درلود، د هېواد د اوبو سطحې ټیټوالي، د اقلیم بدلون، د وچکالۍ او سیلابونو له امله د احتمالي ګواښونو او دغه راز د اوبو بې ځایه مصرف مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي خپرولو په تړاو بحث او نظرونه شریک کړل.

دغه راز په دوو جلا پریزینټیشنونو کې د سیلاب او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسۍ او د اوبو مهار سټراټیژۍ په اړه معلومات وړاندې شول.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې اړوند ادارې د سیلاب او وچکالۍد مدیریت ملي پالیسۍ او د اوبو سرچینو د مهار برخه کې جوړو شو پالیسیو او سټراټيژیو د غني کولو په موخه خپل نظرونه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست سره شریک کړي، څو د تایید په موخه د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپيرېال عالي شورا ناستې ته وړاندې شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu