د سترو پروژو د څېړنې پلاوي د رهبري په ناسته کې د ۴ پروژو قراردادونه وڅېړل شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۶:۵۵
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې د ملي تدارکاتو معین محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د اوبو او انرژي وزارت او د کلیو پراختیا وزارت د یو شمېر رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په خوست ولایت کې د ۱۲ کیلو مټره سړک د اسفالټ، په دایکندي ولایت کې د سوختوک بند، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ودانیزو او برېښنايي تجهیزاتو چمتوکولو او د چاریکار، ګلبهار او جبل السراج ۵۰۴ او د مزار شریف  ۵۰۲  توزیعي شبکو د احیا او پراختیا پروژو د قراردادونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول.

د یادنې وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu