د سترو قراردادونو د څیړلو ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مشرۍ د اړونده وزارتونو او ادارو د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د شبرغان ښار حلقوي سړک پروژو قراردادونه، د مزارشریف حلقوي سړک جوړولو، د چغچران تر غور ولایته سړک او هرات ولایت لور ته د غور سړک د ساختمان پروژه چې د ټولګټو وزارت اړوند ده، تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول شول او د یادو پروژو په تړاو بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادولو وړ ده چې دغه پلاوي ته د اسلامي امارت د کابیني له خوا دنده ورکړل شوې چې ټول ستر قراردادونه وڅېړې او په پای کې دې د خپلو څېړنو پایلي د تفصیلي راپور په بڼه د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۷:۱۷
Background image

خوست ولایت کې د سوری پاڼ کانال څخه کرنیز ارقام راټول شول

دشمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۷:۱۲
Background image

د بغلان سیندیزې حوزې رئيس د ګرګرک له کانال څخه لیدنه وکړه

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ...

بیرته تګ

User account menu