د دوغ آباد په ساحه کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیويي حوضچې له وضعیت څخه لیدنه ترسره شوه
د کابل سیندیزې عمومي حوزې تخنیکي ټیم د کابل ښار په دوغ آباد ساحه کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیویي حوضچې له وضعیت څخه لیدنه وکړه چې په حوضچه کې په کافي اندازه اوبه شتون لري او ځينې ستونزې چې په ساحه کې شتون لري، د کابل سیندیزې عمومي حوزې له رئيس سره د حل لارو چارو د لټولو په موخه شریکې کړې.
