د دهلې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۲۲ ورځو لپاره ایله کړل شوي
د کندهار ولایت د دهلی بند والونه د پلان له مخی تر وروستیو ابتدائی تخنیکی تدابیرو وروسته د ۹۰ والونو په اندازه اوبه چی د بند د اوبو د ارتفاع په تناسب ۵۵ متر مکعبه په ثانیه کی کیږی ایله کړل شوي.
نوموړی مقدار اوبه د کندهار ښار په شمول د اوو ولسوالیو د زراعت او ابیاری کولو سربیره د تر ځمکه لاندې اوبو د ریچارج لپاره ایله کړل شوي.
د دهلې بند اوبه دخلکو د پرله پسي غوښتنو پر اساس د ۲۲ ورځو لپاره په موقتی شکل ایله کړل شوي دي.
