د داخلي پلټڼې ریاست کارمندانو ته د وړتیا لوړونې تصدیق پاڼې ورکړل شوې
یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د مالیې وزارت د داخلي پلټنې عمومي رئيس محترم انجنیر عبداللطیف خالد، د شتمنیو د پلټنې او د مالیې د وړتیا لوړولو رئيس محترم قاضي شیرزمان بلوچ، د اوبو او انرژي وزارت د داخلي پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر پلټونکو په ګډون ترسره شوه.
د یادې غونډې په بهیر کې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د اخلاص د اهمیت په هکله خبرې وکړې او د خدای(ج) برکت او رحمت یې په اخلاص سره د اعمالو په ترسره کولو کې وګڼل.
همدارنګه د مالیې وزارت د داخلي پلټنې عمومي رئيس، د هغه وزارت د شتمنیو او وړتیا لوړونې رئيس او د اوبو او انرژي وزارت د داخلي پلټنې رئيس هر یوه په خپل وار سره د پلټنې د اهمیت او د پلټونکو د دندو او مسؤلیتونو په هکله خبرې وکړې.
د یادونې وړده، چې د وړتیا لوړونې برنامه د پلټونکو لپاره د مالیې وزارت له خوا د یوې میاشتې په موده کې په لاره اچول شوې وه، چې په دې برنامه کې د مالي او اداري چارو، اداري سرغړونو او راپور لیکلو په هکله اړین معلومات د وزارتونو د ۳۰ پلټونکو سره شریک شول.
